طالبانو دپوليو ٢٦٠ بکسې واکسين وسوځول .

کابل باختر د لړم ديارلسمه :
وسله والو طالبانو دپوليو ٢٦٠بکسې واکسين چې ټاکل شوې وه دسرپل ولايت دکوهستاناتو په ولسوالۍکې په شرايط برابرو ماشومانو تطبيق شي  پرون وسوځول او روغتيايي کارکوونکي  يې وډبول .
دسرپل ولايت دعامې روغتيا رياست سرپرست ډاکتر محمد اسلم قرايي ددغه خبر په تاييدولو سره دباختراژانس خبريال ته وويل وسله والو طالبانو دواکسين اودهغه دتجهيزاتو په سوځولو سره څه دپاسه ٥٠٠٠ تنه ماشومان له دغه واکسين څخه بې برخې کړل .
ده زياته کړه: ټاکل شوې وه دپوليو واکسين سراسري کمپاين دکوهستاناتو ولسوالۍ په قرغيستو سيمه کې تطبيق  شي چې ددغې ادارې يو روغتيايي ټيم له ٢٦٠ بکسيو واکسين او دکمزورو او په خوار ځواکۍ اخته ماشومانو لپاره له يوې اندازې تقويتي  درملو سره  دواکسين دتطبيق له ټولو وسايلو  او تجهيزاتو سره يې سيمې ته استول شوى و .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته