اسلام اباد باختر دوږي ديارلسمه :
دلندن دساندي اکسپرس دورځپاڼې خبري بلوتن په يو خبر کې ادعا کړې ده چې مليشه طالبان تصميم لري چې دپاکستان صدراعظم ترور کړي .
دلندن دساندي اکسپرس ورځپاڼې په خبري بلوتن کې چې دپاکستان په رسنيو کې په پراخ ډول خپور شوى دى ويل شوي دي چې پاکستاني خبريالې ساديا افضل په دې وروستيو وختو کې له دغه ګواښ څخه پرده پورته کړې ده
دهمدې خبرله مخې ، دې ادعا کړې ده چې دپاکستاني طالبانو دتحريک يوه سيمه ئيزه ډله ديو مذهبي اوسياسي مقام له خوا ماموريت ترلاسه کړې دى چې ددغه ولايت صدراعظم ترور کړي .
افضل ددغه خبر سرچينه ډير موثق بللې ده او ويلي دي چې نه شي کولاى دهغه نوم واخلي .
عمران خان نوي دپاکستان صدراعظم شوى دى . او تراوسه پورې په دغه هېواد کې له تروريزم سره دمبارزې دسياست په باب څه نه دى ويلى .
دپاکستان رسمي مقاماتو تراوسه پورې ددغه خبرپه وړاندې غبرګون نه دى ښودلى . ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل