امنیت

طالبانو ديوې کورنۍ درې غړي ووژل .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١
وسله والوطالبانو  پرون په هلمند ولايت کې ديوې کورنۍ درې تنه غړي له دولت  سره د همکارۍ په تور  ووژل .
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عبدالاحد چوپان  باختر آژانس ته وويل :  وسله والو طالبانو دګرشک ولسوالۍ په  مربوطاتود يوې کورنۍ درې تنه غړي له دولت سره دهمکارۍ په  تور  ووژل .
ده زياته کړه اخترمحمد له خپلې ميرمنې او زوى سره د وسله والو طالبانو له خوا په  خپل کور  کې ووژل شول او يرغلګر له سيمې څخه  وتښتيدل.
ده زياته کړه  چې ددغې کورنۍ غړو له دولت سره هيڅ راز اړيکې نه لرلې او په هغه کلي کې يې ژوند کاوه چې تيرکال يې د طالبانو پرخلاف پاڅون  کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته