امنیت

طالبانو دوه تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان کړل

کابلباختردميزان٦
په لوګر ولايت کې نن دوه تنه سيمه ييز پوليسان او يو ملکي وګړى دطالبانو له خوا شهيدان شول.
دلو ګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر رييس خان صادق باخترآژانس ته وويل:
دوه تنه بې وسلې سيمه ييز پوليسان د پل علم په جويک کلي کې د دوو تنو موټرسايکل سپرو طالبانو له خوا په ډزو سره شهيدان شول.
په دې پيښه کې يوه لس کلنه نجلۍ هم ټپي شوې ده.
دلو ګر ولايت د عامې رو غتيا رييس ظريف نايب خيل وويل: دټپي شوې نجلۍ روغتيايي حالت مخ په ښه والى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته