امنیت

طالبانو دماين پاکولو دموسسې يوولس تنه کارکوونکي وتښتول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
په غزني ولايت کې پرون دماين پاکولو د يوې موسسې ١١ تنه کار کوونکي د طالبانو له خوا وتښتول شول.
دغزني دوالي ويندوى شفيق ننګ دباختر آژانس خبريال ته وويل : دغه کارکوونکي هغه وخت چې دقندهار له ولايت څخه کابل ته را روان وو؛  د کابل – قندهار په لويه لاره کې دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو له خوا وتښتول شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې :  دغه کارکوونکي دقندهار له ولايت څخه کابل ته را روان وو او تراوسه پورې دا نه ده مشخصه شوې چې په کومې موسسې پورې اړوند دي .
دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ ددغه ولايت يوه نا امنه ولسوالۍ ده چې طالبان په آزادانه ډول په دغې ولسوالۍ کې تګ راتګ کوي.
خبرځاى زياته کړه: تراوسه پورې د طالبانو له خوا د دغو کارکوونکو دتښتولو اصلى انګيزه نه ده روښانه او دغې ډلې هم په دې باب نظر نه دى څرګند کړى. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته