طالبانو دسرحدي پوليسو دوه تنه منسوبين دپاکستان په چمن سيمه کې ووژل

کابل- باختر د مرغومي شپږمه:
د ارزګان ولايت د چورې ولسوالۍ دوه تنه سيمه ئيز پوليسان دپاکستان په چمن ښار کې  ووژل شول .
د ارزګان ولايت په چورې ولسوالۍکې دسرحدي پوليسو قوماندان علاوالدين باختر اژانس ته وويل: دغه دوه تنه پوليسان دخپلې کورنۍ يو ناروغ غړى د درملنې لپاره دکويټې ښار ته ليږداوه اوکله چې دوى دقندهار ولايت د سپين بولدک له سرحدي  ولسوالۍ څخه دچمن ښار ته تېر شول؛ د وسله والو طالبانو له خوا ونيول شول چې وروسته دغه دوه تنه سيمه ئيز پوليسان  دطالپانو له خوا ووژل شول، خو ناروغ يې خوشې کړ .
دده د څرګندونو له مخې: ددغو دوو تنو پوليسانو مړي  پرون د چورې ولسوالۍ ته وليږدول شول او خاوروته وسپارل شول. دسرحدي  پوليسو د قوماندانۍ خبرځايونه وايي چې د دغې پيښې په باب  څيړنې کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته