کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
د بادغيس ولايت د کليو دبيا جوړولو ا و پراختيا رياست درې تنه کارکوونکي
د طالبانو له خوا وتښتول شول.
د بادغيس دوالي ويندوى ميرويس ميزاکوال د باختر آژانس خبريال ته وويل :
وسله والو طالبانو تيره شپه د بادغيس ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست درې تنه کارکوونکي د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ کې وتښتول او نامعلوم ځاى ته يې بوتلل.
ده زياته کړه ، تراوسه پورې دغه کارکوونکي له طالبانو سره دي او د هغوى دژغورنې لپاره هڅې دوام لري .
ميرزاکوال وويل ، طالبان د دغو کسانو په تښتولو سره غواړي په دغې ولسوالۍ کې د بيارغاونې مخه ونيسي او اجازه ورنه کړي چې په دغې ولسوالۍ کې پرمختيايي پروژې عملي شي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ