امنیت

طالبانو ته په کندز ، فارياب او تخارکې د سر زيان واوښت

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
  په کندز ولايت کې د وسله والو طالبانو د جيل مسوول پرون د دغه ولايت په چار درې ولسوالۍ د ملي اردو د ځواکونو په هوايي بريدکې ووژل شو .
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل: د وسله والو طالبانو د جيل مسوول قاري جنت ګل د کندز ولايت د چار درې ولسوالۍ د قوش تيپې کلي په مربوطاتوکې د ملي اردو د ځواکونو په هوايي بريدکې  له پنځو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
په دغه بريدکې د قاري جنت ګل موټر او د وسلو مهمات هم ويجاړ شوي دي.
دغه راز د ملي اردو د ځواکونو په هغوګډو عملياتوکې چې د دغه ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په قطربلاق سيمه کې ترسره شول؛ درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
دغه راز د فارياب ولايت د ګرزيوان په ولسوالۍ کې له تروريستوطالبانو سره د امنيتي ځواکونو په نښته کې نهه تنه  ډار اچوونکي ووژل شول او شل تنه نور يې ټپيان شول او د ملي اردو د ځواکونو په هغه هوايي بريدکې چې تېره شپه د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ د بصيرخيلو او نور خيلو په کليوکې ترسره شول؛ اووه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته