فیض آباد/ دزمري ۹/ باختر
د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې ۲۱ وسله وال طالبان ووژل شول .
د ۲۱۷ پامير قول اردو د یوې خبر پاڼې په لېږلو سره باختر آژانس ته وویل چې د دریو قوماندانانو او دوو بهرنیو په ګډون ۲۱ وسله وال طالبان د دغه ولایت د یاوان ولسوالۍ په مربوطاتوکې په هوايي برید کې ووژل شول.
خبر ځای زیاته کړه چې په دغه برید کې د یاوان ولسوالۍ په خاطر د طالبانو نومول شوی قاضي مولوي ولی الله له ١٠ ملګرو سره یې هم ټپیان شول .
ویل کېږی چې په دې برید کې د دښمن یوه اندازه جنګي وسایل له منځه تللي دي .
شکریه
6 د یوې دقیقې څخه لږ