طالبانو تراوسه پورې په هلمند کې دسولې دحرکت غړي نه دي خوشي کړي

 دلښکرکاه ښار/ باختر/ دغبرګولي  دمياشتې١٦نيټۀ :
د سولې د وګړني حرګت يوغړي وايي چې وسله والو طالبانو ددغه حرکت  تښتول شوي غړي چې شمير يې ٢٤ تنو ته رسيږي د دغه ولايت په موسي قلعه ولسوالۍ کې نه دي آزاد کړي.
دباخترآژانس دخبرله مخې؛ ددغې حرکت غړي وايي دوى تراوسه پورې له خپلو ملګرو څخه چې دوسله والو طالبانو په بند کې دي خبر نلري.
له کوچني اخترڅخه يوه  ورځ مخکې وسله والو طالبانو د سولې د حرکت ٢٤ تنه غړي له ځان سره بوتلل  چې تراوسه پورې يې برخليک نه دى معلوم.
ويل کيږي تښتول شوي کسان  د وګړني حرکت جګپوړي غړي دي  .
دسولې د حرکت دغه غړي د موسي قلعه ولسوالۍ  په سړک کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي دي.                                                                                           پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته