امنیت

طالبانو بيا هم له يوه تنکي ځوان څخه په ځانمرګي بريد کې استفاده وکړه .

کابل باختر د غبرګولي اوومه :
په دې باب زياتې بيلګې شته چې ډار اچوونکو طالبانو ماشومان  او تنکي ځوانان  دخپلو ناوړو تروريستي عملونو وسيله  ګرځولي دي او په زياترو مواردو کې يې له ماشومانو څخه دانساني ډال په توګه استفاده کړې ده
دباختراژانس دخبر له مخې، په وروستي  مورد کې  ډار اچوونکو طالبانو پرون دننګرهار ولايت په بټي کوټ  ولسوالۍ کې وغوښتل دشاهين په نامه ديوه شپاړلس  کلن تنکي ځوان په واسطه  ځانمرګي بريد ترسره کړي چې دغه تنکى ځوان دپوليسو دځواکونو له خوا وپيژندل شو او ونيول شو
هغه  څرګندې  بيلګې  دي چې ښيي . دار اچوونکي طالبان دماشومانو او دتنکيو ځوانانو په حال رحم نه کوي او خپلو انساني ضد هدفونو ته درسيدو  لپاره له هغوى څخه استفاده کوي
دغه شپاړلس کلن تنکى ځوان اعتراف کړى دى چې تروريستي  لارې چارې يې دطالبانو ديو سيمه ئيز قوماندان اسحق په لارښوونه له پولي اخوا زده کړي دي او دځانمرګي بريد دترسره کولو په مقصد دننګرهار ولايت ته را استول شوى و .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دکورنيو چارو وزارت په داسې حال کې چې دوسله والو  طالبانو دغه جنايت په کلکه غندي له هغوى څخه غواړي چې له دې زيات دې په خپلې نيابتي اوباطله جګړه کې  ماشومان وسيله ونه ګرځوي  او دبشريت  پرخلاف جنايت دې پاى ته ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته