طالبانوته په بغلان کې د سر زيان واوښت

کابل/ د غویي٢٠مه / باختر
پنځلس وسله وال طالبان تېره شپه د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ٢١٧ پاميرقول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته وويل؛ دغه وسله وال طالبان د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو د بريد په وخت کې ووژل شول او ٨ نور ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، په دغوعملياتو کې د وسله والو طالبانو ٧ جنګي وسايل او يوه قرارګاه له منځه يووړل شوه.
د يوبل خبر له مخې، ٥ وسله وال طالبان تېره شپه د تخار د درقد ولسوالۍ په کلتوت، ميده پته اوطاهري کليو کې په هوايي بريدونو کې ووژل شول او٣ نور ټپيان شول.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته