کابل, د زمري ۱۵ مه, باختر
په پکتیا مرکز ګردیز کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت اړوند، اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست لخوا د لومړي ځل لپاره د سویل ختیځ زون په کچه د امارتي ادارو ویاندویانو او رسنیو استازو ترمنځ د همغږۍ په موخه دوه ورځنی سیمینار نن پای ته ورسېد.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت سرپرست او د باختر آژانس رییس مولوي ضیاءالحق حقمل په دغه سیمینار کې ویلي:”په هېواد کې د رسنیو لپاره ستونزې نشته، د اسلامي نظام تر چتر لاندې آزاد فعالیت لري، نظام له رسنیو څخه یوازې اسلامي اساساتو ته پاملرنه، د نظام پالیسي او د وحدت مراعتول غواړي”.
نوموړي همدا راز غوښتنه کړې چې زموږ رسنۍ دې د اسلامي دعوت مرکز و اوسي، مسؤلیت لري چې خلکو او ټولنې ته د اصلاح فکر ورکړي، هڅه دې وکړي چې یووالي او وحدت لپاره کار وکړي رښتیني حقایق دې تر نورو ورسوي، د کلتوري یرغلونو مخه دې ونیسي او ملي ژبو ته دې کار وکړي.
نوموړي د رسنیو استازو ستونزو او غوښتنو په جواب کې ویلي:”د رسنیو قانون تر کار لاندې دی په لنډ وخت کې به توشیح شي او د رسنیو ستونزې به ورسره حل شي، او د رسنیو بنسټونو لخوا هغه پروژې چې پخوا په خپلسري توګه پلي کېدې مخنیوی یې شوی، همدا راز د رسنیو او خبریالانو د ستونزو د حل او ملاتړ په موخه په لنډ وخت کې صندوق جوړېږي چې د رسنیو او خبریالانو اقتصادي ستونزې به ورسره حل شي”.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت، اطلاعاتو ته د لاسرسي رئیس رحمت الله نړیوال ویلي، اطلاعاتو ته لاسرسی د خبریالانو او رسنیو حق دی، خو د افغاني، اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د نظام پالیسي او ارضي تمامیت شرایط باید په پام کې ونیسي، او په خبره يې اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزې به په راتلوونکي کې تر ډېره حده حل شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ګرځندوی مالي او اداري معین مولوي قدرت الله جمال د یاد سیمینار پرمهال ویلي:” اسلامي امارت د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی.
هغه ویاندویانو ته په خطاب کې زیاته کړې ستاسې مقام لوی دی او خپل مسؤلیتونه درک کړئ، په تاسې نظام اعتماد کړی”..
نوموړي همدا راز زیاته کړې:”په افغانستان کې راغلی امنیت په ټوله نړۍ کې یوه ښه بېلګه ده، که د هېواد پوه ځوانان د امارت مشرانو ته ښې مشورې ور نه کړي پرمختګ نشو کولای”.
د دغه سیمینار په ترڅ کې د سویل ختیځ زون په کچه د مختلفو رسنیو استازو او خبریالانو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه مخامخ له چارواکو سره شریک کړل. دوی وویل، ځینې بنسټونه د رسنیو په نوم پروژې اخلي چې رسنیو ته خپل حقوق نه ورکوي باید کنترول شي، د رسنیو لپاره دې ژر تر ژره د رسنیو قانون وړاندې شي، اطلاعاتو ته لاسرسی دې نور هم اسانه شي او د رسنیو اقتصادي ملاتړ لپاره دې حل لارې چارې ولټول شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت لوړ پوړو چارواکو د رسنیو استازو او خبریالانو ته د ستونزو د حل په موخه ډاډ ورکړ، او ویې ویل، چې اسلامي امارت د رسنیو او خبریالانو ستونزو حل ته جدي پاملرنه کوي او په دې برخه کې ډیر پرمختګ رامنځته شوی.
په دې سیمینار کې د سویل ختیځ زون په کچه “لوګر پکتیا، پکتیکا، غزني او خوست” ولایتونو څخه د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو، د مختلفو ادارو ویاندویانو، نشراتي مسؤلینو، د رسنیو استازو او خبریالانو ګډون کړی و.