خبرونهفرهنګTOP

ضياء الحق حقمل: مرستندوی بنسټونه باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په همغږۍ رسنیو ته پروژې ورکړي

کابل، د زمري ۱۷مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو سرپرست معین مولوي ضیاء الحق حقمل نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د یونسکو سازمان له عمومي رئيسې پتریشیا مک فلیپس او مل پلاوي سره وکتل.
حقمل په دغه کتنه کې هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د یاد سازمان د مرستو له کبله مننه وکړه او په بېلا بېلو برخو کې یې د مرستو دوام غوښتنه وکړه.
سرپرست معین په دغه کتنه کې همدارنګه هغه شکایتونه هم له میرمن پتریشیا سره شریک کړل، چې په دې وروستیو کې د یو شمېر رسنیو له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته رسېدلي وو.

Ps202408076 11
نوموړي څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې له رسنیو سره کېدونکې مرستې باید د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره په همغږۍ ترسره شي، څو ورته شکایتونو ته په ښه ډول رسېدنه وشي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د یونسکو سازمان عمومي رئيسې پتریشیا مک فلیپس په دغه کتنه کې په هېواد کې شوي پرمختګونه وستایل او د اړوندو ادارو ترمنځ یې په لا ډېرې همغږۍ ټینګار وکړ.
هغې د شویو شکایتونو په تړاو وویل چې دغه سازمان خپلو مالي امکاناتو ته په کتو رسنیو ته پروژې ورکوي او نشي کولای چې له ټولو رسنیو سره هم مهاله مرسته وکړي.
په افغانستان کې د یونسکو سازمان عمومي رئيسې ډاډ ورکړ، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره به په ياده برخه کې همغږي زیاته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته