نړۍ، د لېندۍ ۱۳ مه، باختر
د غزې د روغتیا وزارت وایي، د ډسمبر د دویمې له ماسپښین څخه د همدې میاشتې د درېیمې نېټې یعنې د پرون یکشنبې تر ماسپښین پورې اسرایلي ځواکونو په خپلو هوایي بریدونو کې ۳۱۶ تنه فلسطینیان شهیدان کړي او ۶۶۴ تنه یې ټپیان کړي دي.
اسرایلو دغه بریدونه چې تر ډېره یې قربانیان عام فلسطینیان دي، د غزې په جنوبي سیمو رفاح ښار او خان یونس او همدارنګه په شمالي سیمو کې ترسره کړي او خبرداری یې ورکړی، چې د حماس غورځنګ تر بشپړ له منځه تللو او دغه راز د خپلو ټولو اسیرانو تر خوشې کولو پورې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
د صهیونستي پوځ یو ویاند ویلي، هغه څه یې چې تر لنډ مهالي اوربند مخکې د غزې په شمال کې وکړل، د غزې په جنوب کې به یې هم ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې صهیونستي پوځونو د غزې په شمال کې سختې بمبارۍ وکړې او په ترڅ کې یې زرګونه بې ګناه ملکي وګړي شهیدان، ټپیان او د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړل.