کابل باختر دوږي ديرشمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پرون په نيويارک کې د ملګرو ملتو د سازمان په مقرکې د دغه سازمان د عمومي اسامبلې د يو اويايمې غونډې تر څنګ د مهاجرت د سترو جريانونو د څيړنې په باب يوه غونډه کې ګډون وکړ .
د بهرنيوچارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په دې غونډه کې وينا وکړه او ويې ويل: د تجربې له مخې افغانستان د نړيوال مهاجرت په مسئلې پورې د اړوندو پيچلو چلنجونو په باب پوره معلومات لري، دڅه د پاسه دوو لسيزو جګړو او تاوتريخوالي ميراث داسې شرايط رامنځته کړل چې له امله يې په مليونونو تنه افغانن ښځې او ماشومان له خپلو کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړ او په بهرکې د پناه غوښتنې په لټه کې شول .
په ٢٠٠١ ميلادي کال کې د افغانستان په معاصر تاريخ کې د نوي فصل په پيل کيدو سره په مليونونو تنه افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي چې دا په خپله د افغانستان په معاصر تاريخ کې د راستنيدونکو د ډير ستر راستنيدو څرګندوى دي. لا تراوسه پورې هم د افغانستان په مليونونو تنه اتباع مهاجر دي او په دايمي ډول له سخت ټولنيز، اقتصادي او بشري حالت سره مخامخ دي. په دې برخه کې غواړم د دغې موضوع په اهميت باندې ټينګار وکړم چې کوربه هېوادونه دې بايد د افغانانو او د بل هر هېواد د اتباعو په ګډون له ټولو مهاجرينو سره له نړيوالو بشر دوستانه قوانينو او د بشر د حقوقو له قانون سره سم يوخيل چلند او درناوى يې وکړي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير د خپلې وينا په يوه بله برخه کې وويل: موږ د افغانستان په حکومت کې په دې پوهيږو چې د هېواد ټولنيزه او اقتصادي پراختيا په هر اړخيز ډول د کورنيو بې ځايه شويوکسانو او مهاجرينو د لارې پرسر د پرتو خنډونو او ستونزو د حل کولو لپاره د وروستي تصمين زمينه برابروي. دغه راز موږ د افغانستان په ګوټ ګوټ کې په ښارونو، کليو او ولسواليوکې د خپلو خلکو د حالت د ښه والي په باب کار کوو. په همدې موخه موږ د افغانستان په باب د بروکسل کنفرانس ته چې په راتلونکو دوو اوونيوکې جوړيږي؛ سترګې په لاره يو او هيله لرو چې په دې کنفرانس کې نړيواله ټولنه د سولې او ملي انکشاف د چوکاټ د تطبيق لپاره د خپلو مرستو نوې ژمنه څرګنده کړي چې موخه يې دبدلون دلسيزې په بهيرکې په خپلو پښو دريدو ته زموږ رسيدل دي.
په دې غونډه کې د ملګروملتو د سازمان د عمومي اسامبلې د اويايمې او يو اويايمې غونډې د رييسانو په ګډون سربېره د نړۍ د يو زيات شمېر هېوادونو جمهورو رييسانو، صدر اعظمانو او د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون کړى و او د نړي په ګوټ ګوټ کې د مهاجرت د سترو جريانونو د څيړنې په باب يې خپلې نظريې بيان کړې.
0 2 دقیقې لوستل