صلاح الدين رباني په کابل کې د چين له سفير سره د درې اړخيزې ناستې دترسره کولو په اړه خبرې وکړې .
کابل باختر د وږي پنځلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په کابل کې دچين د ولسي جمهوريت له سفير ميوجين سونګ سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، په دې کتنه کې جين سونګ د افغانستان د هغو سرتېرو د زياتوالي لپاره چې د دغه هېواد له خوا روزل کېږي د چين هېواد د تياري خبر ورکړ او د دواړو هېوادونوترمنځ د سرحدي امنيت دټينګښت په باب يې خبرې وکړې .
رباني هم په بېلابېلو برخو کې د چين د ولسي جمهوريت د همکاريو په مهم بللو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
دواړو لورو دافغانستان ، چين او پاکستان ترمنځ د درې اړخيزې غونډې ، دوه اړخيزو اړيکو ، د سولې د بهير او د سيمه ېيزو همکاريو په باره کې خبرې وکړې.
د يو بل خبرله مخې ، د بهرنيوچارو وزير صلاح الدين رباني په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو له سفير جان بـس سره وکتل .
په دې کتنه کې صلاح الدين رباني د ژنوا د نړيوالې غوڼدې او د دې غونډې دکار په لارښود کې د سولې موضوع ته دځاى ورکولو دامکان په باب خبرې وکړې .
د امريکا سفير هم سوله ستره سيمه ېيزه مسئله وبلله او په افغانستان کې يې د سولې د ټينګښت لپاره دسيمې دهېوادونو په جدي همکاريو باندې ټينګار وکړ
دغه راز د بهرنيو چارو وزير په رڼو او عادلانه انتخاباتو چې دخلکو قناعت له ځان سره ولري ټينګار وکړ .
ختم_ عطاالله _ اکرم