سیاست

صلاح الدين رباني: ناټو له ٢٠١٦ م کال وروسته هم له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٢٦

د بهرنيو چارو وزيرصلاح الدين رباني د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د غونډو نتيجې نن په يوه خبري غونډه کې بيان کړې.

د بهرنيو چارو وزير دغه غونډه په دريو محورونوکې وڅيړله او ويې ويل: له افغانستان سره د ناټو غوڅ ملاتړ چې تر ٢٠١٦م کال پورې دوام لري؛ وڅيړل شو او له ٢٠١٦م کال وروسته له افغانستان سره د ناټو په دوامدار مشارکت ټينګار وشو او له افغان ځواکونو سره د ناټو د مالي ملاتړ دوام د دغه کال له پيل څخه وروسته ژمنه وکړه.

د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:

د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډې تېره اوونۍ په ترکيه کې جوړې شوې او د نورو مسئلو په باب د خبرو ترڅنګ د افغانستان د مسئلې په باب هم خبرې وشوې.

د هيواد د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني چې په دې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب ګډون کړى و؛ خبريالانو ته يې معلومات ورکړل او ويې ويل چې تر څو تيرو مياشتو پورې له افغانستان سره د ناټو دوامدار مشارکت طرحه نه وه؛ خو په څو وروستيو مياشتوکې په افغانستان او سيمه کې روانو حالاتو ته په پاملرنې  او  د نويو ګواښونو په رامنځته کيدو سره د افغانستان هلې ځلې نتيجې ته ورسيدې او په دې غونډه کې (ناټو) د دوامدار مشارکت د ماموريت په چوکاټ کې له ٢٠١٦ م کال وروسته د خپلو همکاريو په دوام ټينګار وکړ.

د ده دڅرګندونو له مخې: د ناټو د دوامدار مشارکت په چوکاټ کې مشورې ورکول، پرمختللې روزنې او له ٢٠١٦ م کال وروسته د افغانستان د ځواکونو لارښونه طرحه ده او د دغې موضوع جزييات په (وارسا) کې د ناټو د مشرانو د راتلوونکي کال په غونډو کې اعلاميږي.

د بهرنيو چارو وزارت له افغان امنيتي ځواکونو سره له ٢٠١٦ م کال وروسته د ناټو د مالي ملاتړ په باب وويل چې د هغه په باب خبرې اترې پيل شوې دي او دغه موضوع به د مشرانو د راتلوونکي کال په غونډه کې مشخصه شي.

د بهرنيو چارو وزير د يوې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان د سولې له بهير څخه د ناټو د ملاتړ په باب وويل: ((ناټو د سولې هغه بهير چې مشري او مالکيت يې د افغانانو په لاس کې وي؛ ملاتړکوي.))

د بهرنيو چارو وزير د هيواد د هوايي ځواکونو د سمبالولو په باب د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( ټاکل شوې ده دغه موضوع د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په غونډه کې چې د روان ميلادي کال د جون په مياشت کې جوړيږي؛ وڅيړل شي.))

ده په متحده اماراتوکې د افغان سوداګرو ستونزو ته اشاره وکړه او ويې ويل: د متحده اماراتو سفير د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره په کتنه کې وويلي دي: ((د افغان سوداګرو ايستل سياسي انګيزه نه لري او رامنځته شوې ستونزې به حل شي.))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته