سیاست

صلاح الدين رباني: موږ همه شموله سوله غواړو

کابل/باختر/ د چنګاښ ۸ مه
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د آلمان د اقتصادي همکاريو او پراختيا له وزير سره په کتنه کې وويل: موږ داسې سوله غواړو چې همه شموله وي.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په کتنه کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير دغه راز وويل چې د بشر او ښځو د حقوقو په برخو او نورو برخو کې د افغانستان د خلکو برياليتوبونه د له منځه تلو او ستنيدو وړ نه دي.
د آلمان د اقتصادي همکاريو او پراختيا وزير د افغانستان د پراختيا لپاره، د آلمان پر همکاريو ټينګار وکړ.
ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته