سیاست

صلاح الدين رباني : د کابل بهير او دتاشکند غونډه دطالبانو لپاره ستر فرصت دى چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي .

کابل باختر د ثور اوومه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيوچارو وزير صلاح الدين رباني نيويارک ته دخپل سفر په بهير کې د ملګروملتو د سازمان د سرمنشي انتو نيوګوتريش  سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ:
د هېوا د د بهرنيو چارو وزير د افغانستان له دولت  او خلکو سره د ملګروملتو د سزمان د هميشني ملاتړ اوهمکاريو له امله د مننې په ترڅ کې  وويل چې دکابل بهير او د تاشکند غونډه طالبانو ته يو ستر فرصت دى چې له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او سولې ته مخه کړي .
ګوتريش  له افغانستان سره د ملګروملتو د سازمان په همکارۍ  او ملاتړ باندې ټينګار وکړ او دکابل د سولې له بهير او د تاشکند له غونډې سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ .
رباني هم  په دې بيان سره   چې، افغانستان د منځنۍ  اسيا له هېوادونوسره خپلې اړيکې له پخوا زياتې پراخې کړې دي او له دغو هېوادونوسره يې بېلابېل اقتصادي او ترانزيتي  تړونونه لاسليک کړي دي څرګنده کړه، ملګري ملتونه کولاى شي  په سيمه او افغانستان کې د سولې او امنيت په ټينګښت او تامينولو کې  کارنده رول ولوبوي .
دغه راز د هېواد د بهرنيو چارو وزير ، د ملګروملتو د سازمان له سرمنشي   څخه وغوښتل چې د ملګروملتو د سازمان په اړوندو بنسټونو کې د کار اوفعاليت لپاره له افغانستان څخه د مجربو کارپوهانو او اشخاصو د شتون زمينه برابره کړي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته