صلاح الدين رباني : د ترکيي په اګدير ولايت کې د ترافيکي پيښې له امله افغان قربانيانو ته دې له ځنډ پرته رسيده ګې وشي
کابل باختر دوري دمياشتې ١١ نيټه :
صلاح الدين رباني په انقره کې د افغانستان سفارت ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان هغو اتباعو ته دې سملاسي رسيد ګې وکړي چې د ترکيې په ا ګدير ولايت د وروستۍ ترافيکي پيښې له امله شهيدان اويا ټپيان شوي دي .
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
د بهرنيو چارو وزير نن په انقره کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت له سفير عبدالرحيم سيدجان سره د هغې وروستۍ ترافيکي پيښې په باره کې چې د ترکيې په اګدير ولايت کې رامنځته شوه او په قربانيانوکې يې د افغانستان يو شمېر اتباع شامل دي ، ټيلفوني خبرې وکړي. او د دغې پيښې په باره کې يې د ده د رپوټ په اوريدو سره ، ده ته لارښوونه وکړه چې له سفارت څخه دې يو هيئت د اګدير ولايت ته واستوي څو زموږ هغو هېوادوالو ته چې په دې پيښه کې شهيدان اويا ټپيان شوي دي ، سملاسي رسيدګي وکړي .
د لومړنيو څېړنو له مخې ؛ له بده مرغه ګومان کېږي چې د دغې پېښې شپاړلس تنه شهيدان او يوشمېر ټپيان د افغانستان اتباع دي .
د بهرنيو چارو وزارت د دغې پيښې د قربانيانو کورنيو او پاتې کسانو ته د ډاډګېرنې او همدردۍ د مراتبو په څرګندولوسره يوځل بيا له ګرانو هېوادوالو څخه غواړي چې د دغه شان غير قانوني سفرونو او مهاجرتونو ناوړو پايلو ته په پاملرنې سره دې ، د قاچاق وړونکو له خوا ونه غوليږي او ځان دې د دغو جنايتکارو بانډونو په لومه کې ونه غورځوي. پاىف ذ