صلاح الدين رباني د افغانستان په وړاندې د ترکيې دريځ وستايه

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان په وړاندې د ترکيې دريځ وستايه.
دباخترآژانس د خبر له مخې:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني چې پرون  په کابل کې په يوه خبري غونډه کې له خپل ترکي سيال سره خبرې کولې؛ څرګنده کړه: د ترکيې جمهوريت په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې هم په بېلابېلو سيمه ئيزوسياسي بهيرونوکې او هم په بېلابېلو نړيوالو ټولنوکې د افغانستان په نسبت ډير ښه دريځ لري او موږ د ترکيې د بهرنيو چارو له وزير چاوش اوغلو سره چې کابل ته يې سفر وکړ؛ د آسيا دنده په بهيرکې د دواړو هېوادونو د همکاريو او په تېره بيا د تروريزم پرخلاف د ګډې مبارزې د ستراتيژۍ  د غوره کولو، د وارسا او بروکسل په کنفرانسونوکې د ترکيې جمهوريت د ژمنو او رول د دواړوهېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو او تجارتي اړيکو د لاجوردو د ترانزيتي لارې او په روزنيزو برخوکې د ترکيې د همکاريو په باب ګټورې خبرې وکړې .
د ښاغلي رباني د څرګندونوله مخې: د آسيا د زړه  بهير چې نن د سيمې په يوه باوري سياسي بهير بدل شوى دى؛ له استانبول څخه او د ترکيې  جمهوريت په همکارۍ پيل شو او له نيکه مرغه په دې بهيرکې له تروريزم سره د مبارزې په لاره کې د باور د پيداکولو د تدبيرونو رهبري، د ترکيې جمهوريت او عربي متحده امارات په غاړه لري.
ده هيله وکړه چې د آسيا د زړه بهير د ټولو غړو هېوادونو په تېره بيا د ترکيې جمهوريت په همکارۍ چې له تروريزم سره په مبارزه کې د باور د پيداکولو د تدبيرونو مسووليت په غاړه لري او دغه راز د هند جمهوريت چې سږ کال  به د آسيا د زړه د هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د شپږم کنفرانس کوربه توب وکړي؛ له تروريزم سره په مبارزه کې د ګډو امنيتي تدبيرونو د نيولو په لاره کې ښې نتيجې ترلاسه کړو او خپلې اصلي موخې ته چې له تروريزم سره ګډه مبارزه ده؛ نږدې شو .
د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير د څرګندونوله مخې چې ترکيه په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې د افغانستان يوه همکاره ده او له ٢٠٠١ ميلادي کال څخه تر اوسه پورې د دغه هېواد د مرستې٢٧٧ مليونو ډالرو ته رسيدلې ده چې زياتو برخه يې د بنسټونو د پراختيا، روزنې ، امنيت او روغتيا په برخه کې لګيدلي دي .
د ترکيې جمهوريت د توکيو او لندن  په کنفرانسونوکې ژمنه کړې وه چې تر ٢٠١٧ کال پورې له افغانستان سره ١٥٠ مليونو ډالرو مرسته وکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير يادونه وکړه چې د ترکيې جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير سره په خبروکې موافقه وشوه چې دغه هېواد کال په کال ١٨٠ تحصيلي بورسونه زموږ محصلانو ته ورکوي او سربېره پردې زموږ کابو ٢٠٠٠ تنه محصلان چې همدا اوس په بېلابېلوبرخوکې په زده کړې بوخت دي او زموږ ١٧٦ تنه ځوان افسران د ترکيي په پوځي اکاډميوکې په زده کړې بوخت وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته