سیاست

صلاح الدين رباني تاشکند ته روان شو .

کابل باختر دتلي پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني داسلامي همکاريو دسازمان دبهرنيو چارو دوزيرانو دشورا په درې څلويښتمه غونډه کې دګډون په موخه نن له کابل څخه دتاشکند په نيت روان شو .
  دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ټاکل شوې ده دبهرنيو چارو وزير دغونډې په لومړى ورځ د روان کال دتلې دمياشت په اووه ويشتمه نيټه دسه شنبې  په ورځ خپله وينا واوروي او ددغې غونډې  ترڅنګ به دازبکستان  جمهوريت دبهرنيو چارو له وزير او دبرخه والو هېوادونو دبهرنيو چارو له يوشمير  نورو وزيرانو سره ليده کاته او خبرې اترې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته