کابل/ د وږي٨ مه / باختر
د سوداګرۍ او پانګونې خوني وايي د دې ادارې له تصديق او افغاني نښان پرته د کورنيو توليداتو صادرولو پر وړاندې خبردارى ورکړى دى.
دغه اداره له صادرونکو څخه غوا ړي چې کورني توليدات د تصديق سند او د افغانستان له نښان پرته د نړۍ بازارونو ته صادر نه کړي.
د افغانستان د سودا ګرۍ او پانګونې د خونې يوه چارواکي باخترآژانس ته وويل؛ “د تصديق سند لرل دهويت نښه ده او د صادراتي محصولاتو سرچينه ده.”
د دې اصل له پام کې نيولو پرته د نړۍ بازارونو ته د کورنيو محصولاتو صادرول به افغاني محصولاتو ته زيان ورسوي او دا د قانون خلاف کار دى.
هغه صادرونکو ته خبردارى ورکړ که دوى د تصديق سند او نښې ترلاسه کولو پرته نړيوالو بازارونو ته کورني محصولات صادر کړي دوى به له قانوني چلند سره مخ شي.
\ ذ