شیخ نداء محمد نديم: د لوړو زده کړو وزارت د تحصيلي نظام د معياري کولو او پياوړتيا په موخه هڅې کوي

کابل، د لړم ۱۴مه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ نداء محمد نديم کونړ ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د سید جمال الدین افغان پوهنتون لپاره څو مهمې پروژې منظورې کړې.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي نوموړي همدارنګه د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د علمي شورا له غړو، استادانو او محصلینو سره په جلا جلا ناستو کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه هم واورېدل.
هغه په یادو ناستو کې ويلي چې لوړو زده کړو وزارت به د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او معیاري کولو په برخه کې هغه څه، چې په توان کې لري ونه سپموي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د یاد تحصیلي بنسټ له استادانو غوښتي، چې د محصلینو فکري او عقیدوي روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو بچیانو په شان یې په روزنه کې هڅې وکړي.
د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د دغه سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون لپاره د فلزي کټارې په واسطه د لیلیې د احاطې، محصلینو لپاره د څښاک اوبو د ذخیرې، شرعیاتو پوهنځي لپاره د ځای مشخص کول او یو شمېر نورې مهمې پروژې هم منظورې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته