خبرونهفرهنګTOPټولنه

شیخ حسن حقاني: د اسلام سپېڅلي دين ميندو ته ځانګړي مقام او حقوق ورکړي دي

– کابل، د غبرګولي٢٤مه، باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو د فرهنګ رياست نن د مور نړيواله ورځ ونمانځله.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو شمير مسوولينو، کارکوونکو او يو شمير ميندو او ميرمنو په ګډون جوړ شوي و، د دغه وزارت سلا کارشیخ حسن خان حقاني د اسلام له نظره د مور د مقام په اړه معلومات ورکړل.

هغه وويل، په اسلامي شريعت کې والدین او په ځانګړې توګه ميندې ځانګړي حقوق، ځای او امتيازات لري او د مور حق د پلار په پرتله درې برابره زيات دى.

هغه زیاته کړه، که چېرې اولادونه له خپلو میندو او پلرونو سره مخالفت وکړي او د هغوی د اندېښنې لامل شي، دا کار لویه ګناه ده او ټول باید د خپلو والدینو درناوی وکړي.

په همدې حال کې د باختر آژانس د صوتي او تصویري آمریت مشر غلام محمد نيازي او د افغان فلم رئيس مولوي جاويد افغان په خپلو خبرو کې ټولو ميندو ته د مور د ورځې مبارکي وويله او د مور د مقام په باب يې خبرې وکړې.

دوی وويل، مور هغه سپېڅلې کلمه ده چې ټول يې خپلو ميندو ته تعظيم کوي او د خپلو ميندو عزت کوي او له همدې امله د اسلام په سپېڅلي دين کې ميندې ځانګړی ځای لري.

ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لاسي صنايعو کار پوهې  آرزو رامين د ښځو او ميندو په استازيتوب خبرې وکړې او د هېواد ټولو ميرمنو او ميندو ته يې د مور د ورځې مبارکي وويله.

هغې دغه راز د دغې غونډې په تر سره کولو کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پاملرنې څخه قدرداني وکړه .

د غونډې په  پای کې  ګډونوالو  د ښځو د لاسي صنایعو هغه نندارتون هم وکوت چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوى رياست او د صنعت کارو ښځو په همکارۍ جوړ شوی و.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته