شیخ الحدیث دلاور: کاني زېرمې د هېواد ملي پانګه ده چې مدیریت، څارنې او ساتنې ته یې باید پاملرنه وشي

کابل، د مرغومي ۲۳مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د بدخشان ولایت د کانونو له رئیس مولوي عبدالحلیم سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې، د بدخشان ولایت د کانونو رئیس د خپلو کارونو او فعالیتونو راپور وړاندې کړی او د کارونو د ښه والي په موخه یې د یاد ریاست اړوند ستونزې او غوښتنې شریکې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د هغه د کاري راپور، ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته، د بدخشان د کاني زېرمو سربېره، د سرو زرو او قېمتي ډبرو پر ارزښت خبرې کړې او ویلي یې دي: کاني زېرمې د هېواد ملي پانګه ده چې د هغو مدیریت، څارنې، ساتنې او روڼتیا برخې ته باید پاملرنه وشي.

شیخ الحدیث دلاور، همدا رنګه د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته