سیاستخبرونهاقتصادTOP

شیخ الحدیث دلاور: اسلامي امارت د ټاپي پروژې د پلې کېدو په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی

کابل، د سلواغې ۲۹مه، باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د ټاپي پروژې له اجرائیوي رئیس مراد امانوف، د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف او مل پلاوي سره وکتل.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ‏په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د روانو چارو په اړه خبرې شوي او دواړو لوريو د کارونو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

شيخ الحديث دلاور، د ټاپي پروژه نه یواځې د افغانستان، بلکې د ټولو دخیلو هېوادونو لپاره ګټوره بللې او ويلي يې دي چې ټول افغانان د دې سترې اقتصادي پروژې ملاتړ کوي ‏او اسلامي امارت هم په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لېږدوي؛ په پلي کېدو سره به یې افغانستان د نورو ګټو ترڅنګ، په کلني ډول ۴۰۰ میلیونه ډالر د ټرانزیټ له درکه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته