سیاست

شکيلا دراني درايي ورکونې په مرکزونو کې هيڅ راز اسانتياو شتون نه لري .

کابل باختر د  تلي اته ويشتمه :
دکابل ښار په چهلستون کې دمحراب الدين ښوونځي درايي ورکونې په مرکز کې رايي  ورکوونکي له دې امله چې نومونه يې په فهرست کې شتون نه لري شکايت لري .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په داسې حال کې چې خلک په اوږدو ليکو کې سترګې په لاره دي درايي ورکونې په فهرست کې ددوى دنومونو دنشتوالي شکايت لري .
دکور ميرمن شکيلا  له خپلو دوو نويوزيږيدلو ماشومانو سره په ليکه کې سترګې  په لاره ده او وايي چې له زيږون څخه يې شل ورځې تيرې شوي دي او په کور کې  يې څوک نشته چې خپل ماشومان ورته پريږدي   دمجبوريت له مخې يې هغوى له ځان سره راوستي دي خو هيڅ  راز اسانتياو شتون  نه لري او درايي ورکونې بهير ډير کمزورى  پرمخ ځي او ماشومان  يې ژاړي .
کتونکي او مشاهدين هم دغه ستونزه تاييدوي .
  ختم_  شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته