روغتیا

شپېته ځوانان دفراه دروغتيايي علومو له انستيتوت څخه فارغ شول .

کابل باختر د چنګاښ دريمه :
دفراه دروغتيايي انستيتوت دنجونواوهلکانوپه ګډون دشپېتو محصلانو دفراغت جشن پرون په دغه ولايت کې جوړ شو .
دغه نجونې اوهلکان د ولايت دروغتيايي علومو له انستيتوت څخه فارغ شوي دي .
دفراه ولايت سرپرست محمد موسى  نظري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه محصلان د فراه دروغتيايي  انستيتوت دروغتيا پالنې او قابلګۍ له څانګو  څخه فارغ شوي دي  چې دوه دېرش يې نجونې دي .
دفراه سرپرست دخلکو دروغتيا په تامينولو کې  دفارغانو دندې په تېره بيا  ددغه ولايت ماشومانو او ميندو ته داهميت وړوبللې او له هغوى څخه يې وغوښتل چې دميندو ددردونو د کمښت لپاره هلې ځلې وکړي .
ويل کېږي دا دفراه دروغتيايي علومو دانستيتوت ددويمې دورې فارغان دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته