کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
افغان امنيتي ځواکونو پرون په لغمان ولايت کې يو لړ عمليات ترسره کړل.
د لغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل: دغه عمليات چې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د اليشنګ په ولسوالۍ کې ترسره شول له امله يې ددغه ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپږ کلي دطالبانو له شتون څخه پاک شول .
ده زياته کړه: د دغوعملياتو په بهيرکې د طالبانو له خوا ايښودل شوي ماينونه هم کشف او شنډ کړى شول.
ختم-ع-حامد
0 د یوې دقیقې څخه لږ