شپږ ټنه درمل او خوراکي توکي له منځه يوړل شول .
کابل باختر د وري شپږمه :
شپږ ټنه بې کيفته درمل او خوراکي توکي پرون په خوست ولايت کې له منځه يوړل شول .
د باختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغه بې کيفته اوتيرتاريخ درمل او خوراکي توکي څو مياشتې مخکې د موظف هئيت له خوا د خوست ولايت د مرکز او د اړوندو ولسواليو له درملتونونو او هټيوڅخه راټول کړى شوي و . د خوست والي حکم خان حبيبي او د دغه ولايت نور مسوولين د دغو تېرتاريخ درملو او خوراکي توکو د سوځولو په بهير کې دبې کيفته او تيرتاريخ درملو او خوراکي توکو د وړاندې کولو د مخنيوي په لاره کې د چارو د مسوولينو د فعاليتونو په دوام ټينګار وکړ . ختم_ ج _ اکرم