شپږ ويشت طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي ٢۶مه / باختر

افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو په روزګان کې د عملياتو په بهير کې ٢۶ وسله وال طالبان ووژل.

باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ چې دغه وسله وال طالبان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې چې د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د روزګان د چورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول؛ وژل شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي چې په دغو عملياتو کې ٢٨ نور طالبان ټپيان او جنګي وسايل یې له منځه يوړل شول.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته