ميمنه/ باختر دزمري درې ويشتمه : د وسله والو طالبانو د مهمو افرادو په ګډون ۲۸ وسله وال طالبان پرون په فارياب ولايت کې ووژل شول . د۲۰۹ شاهين قول اردو د مطبوعاتو د آمريت مرستيال جګړن نصرت الله جمشيدي باختر آژانس ته وويل: دغه وسله وال مخالفين د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بريدونوکې ووژل شول . په وژل شويو کسانوکې په سيمه کې د طالبانو مشهوره څېره په لالا مشهورعبدالرحيم او د هغوى څو تنه قوماندانان هم شامل دي . جمشيدي زياته کړه: تېره شپه وسله والو طالبانو د فارياب ولايت په غورماچ ولسوالۍ بريد وکړ او افغان ځواکونو ملکي وګړو ته د زيان د نه رسيدلو په دليل له دغې ولسوالۍ څخه تکتيکي په شاتګ وکړ او د ولسوالۍ په شاوخوا سيموکې ځاى پرځاى شول او خپل مقاومت ته يې دوام ورکړ . ده زياته کړه: په دې جګړه کې درې تنه افغان پوځيان ټپيان شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل