امنیت

شپږ ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
امنيتي ځواکونو پرون دامنيتي فعاليتونوپه بهيرکې شپږ ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر  ورکړ: امنيتي ځواکونو دغه امنيتي فعاليتونه دکاپيسا ، قندهار ، زابل ، لوګر ، هرات او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې شپږ ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، نولس تنه ټپيان  او دوه تنه نور يې دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول .
په دغو فعاليتونوکې  يوه اندازه سپک او درانده  جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو د دايکنډي ، فارياب ، قندهار ، ميدان وردګو ، خوست ، فراه او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې دوه ويشت ماينونه کشف او شنډ کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته