امنیت

شپږ وسله وال مخالفان په پکتیکا کې ووژل شول

کابل/ د تلې لومړۍ / باختر د پکتیکا په برملې ولسوالۍ کې شپږ وسله وال مخالفان ووژل شول او څلور نور یې ټپيان شول. په برملې ولسوالۍ کې د ملی اردو قومندان محمد ایوب سالنګي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې تېره شپه ۱۲ بجې وسله والو مخالفانو د سپېرې په سیمه کې د ملي اردو پر سنګرونو بریدونه وکړل. سرچینه زیاتوي چې د اردو په ځوابي بریدونو کې د یو سرګروپ ګډون شپږ وسله وال مخالفان ووژل شول او څلور نور یې ټپيان شول. ویل کېږي په نښته کې د ملي اردو دوه سرتېري هم ټپيان شوي دي، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته