امنیت

شپږ وسله وال طالبان په کونړ کې ووژل شول

-کابل/ دچنګاښ ٣١مه /باختر:
٦ ډار اچوونکي په کونړ کې  په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغو ډاراچوونکو تېره شپه د سرکاڼو ولسوالۍ بازار ته څېرمه بريد وشو.
د رپوټونوله مخې؛  په دغو ډار اچوونکو هغه وخت بريد وشو چې د ډار اچوونکي برېدونو په طرحې بوخت و .
د هېواد  په ختيځ کې د پوځيانو يو جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل په دې هوايي بريد کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل: چې ډار اچوونکي په طالبانو ډلې پورې اړوند و او غوښتل يې د کونړ په پوځي اوملکي تاسيساتو د نويو برېدونو طرحه جوړه کړي .
طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې،امنيتي ځواکونو د کونړ  له ګڼ مېشتو لارو څخه د٧  ماينونو په کشفولوسره د يولړ چاودنو مخه ونيوله .
ختم _  شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته