کابل/ د ليندۍ ١٦مه /باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه په هلمند کې د ملي امنيت رياست د منسوبينو په عملياتوکې ووژل شول.
باختر آژانس د هلمند د ملي امنيت دفتر د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې د دغه ولايت د ملي امنيت رياست ځانګړو قطعاتو په عملياتوکې شپږ وسله وال طالبان د دغه ولايت د نهرسراج ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په عملياتوکې د دوو پاکستانيانو په ګډون پنځه طالبان نيول شوي دي. دغه راز عملياتوکې د دښمن د جنګي وسايلو دوه زېرمې له منځه وړل شوې دي.
ختم- سعيده -اکرم