امنیت

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل /د زمري ٣مه / باختر
شپږ وسله وال طالبان دغزني ښار د دويمې ناحيې په مربوطاتوکې د امنيتي ځواکونوپه عملياتو کې ووژل شول.
د غزني د والي وياند واحد الله جمعه زاده باختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې دغه طالبان د غزني ښار د قلعه تحويلدار او اهنګرانو په کليو کې له امنيتي ځوکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په دې نښته کې ٣ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې؛ دغه عمليات د طالبانو له شتون څخه د دغو کليو ترپاکولو پورې دوام لري .
شکريه-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته