امنیت

شپږ وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/دلیندۍ۱۷مه/باختر
شپږ وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول او پنځه نور يې ټپيان شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه په دهراوود ولسوالۍ او ترينکوټ ښارته څېرمه بريدونه وشول.
د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په جګړو کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نوريې ټپيان شول.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې په روزګان کې د يولړ چاودنو مخه نيول شوې ده. امنيتي ځواکونو نن سهار د روزګان له ګن مېشتو لارو څخه ١٦ ماينونه کشف او شنډ کړل.
تر اوسه د دغو ماين ښخونو مسوليت هېچا نه دى منلى، خو سيمه ييز مقامات يې وسله وال طالبان مسوول بولي.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته