امنیت

شپږ وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول .

-کابل /دلندې لومړى / باختر :
شپږ وسله وال طالبان په روزګان کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تېره شپه په خاص روزګان ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې په طالبانو ددوى په پټنځي  کې دپوځيانو له لوري بريد وشو .
دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دپوځيانو په دې بريد کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وويل: دغه طالبان ديولړ ډار اچوونکو برېدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو .
په دې نښته کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دروزګان پوليسو په ګڼ مېشتو لارو کې دلسو ماينونو په کشف او شنډولو سره ديولړچاونو درامنځته کېدو مخه ونيوله .
طالبانو ددغو ماينونو دښخولوعاملان بلل شوي دي .
ختم_عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته