امنیت

شپږ وسله وال طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ دلړم٢٠مه/باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه د روزګان په دهراوود ولسوالۍ کې پر يوې امنيتې پوستې د بريد په وخت کې ووژل شول.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل  چې په پېښه کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې دغه وسله وال طالبان په داسې حال کې چې بمونه يې په خپل بدن کې تړلي وو او وسلې يې په لاس کې وې؛ د دهراوود پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ خو پوځيانو يې يو په بل پسې ووژل.
ويل کېږي په جګړه کې پوځيانو او ملکي ګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د يو بل خبرله مخې:
د روزګان پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د شپږو ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاىج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته