امنیت

شپږ وسله وال طالبان د هېواد په ختيځ کې ووژل شول

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۹ مه
شپږ وسله وال طالبان د هېواد په ختيځ کې له سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
پر دغو ډار اچوونکو تېره شپه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د نورستان د کامدېش ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريد وشو.
د را رسېدلو خبرونو له مخې: دغه وسله وال طالبان نوي د ډيورنډ کرښې له اخوا څخه  نورستان ته راغلي وو او د افغانستان پر يوې پوځې قرارګاه يې د بريد نيت درلود  چې سرحدي ځواکونو پرې بريد وکړ.
د هېواد په ختيځ کې يوه جګپوړي پوځي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په جګړه کې ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې دغه وسله وال طالبان پر يوې پوځي قرارګاه د بريد په موخه د ډيورنډ کرښې له اخوا نورستان ته راغلي وو، خو له بريد مخکې سرحدي ځواکونو یې ووژل.
ختم- ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته