کابل باختر د غبرګولي شپاړلسمه :
دملي پوليسو ځواکونو پرون دهيواد په يوولسو ولايتونوکې دامنيتي فعاليتونوپه بهير کې شپږ نوي تنه ډاراچوونکي طالبان ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دملي پوليسو ځواکونو دغه فعاليتونه دبدخشان ، تخار ، کندز ، جوزجان ، روزګان ، هلمند ، خوست ، قندهار ، پکتيا او دغزني دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې شپږ نوي تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول يو شپيته تنه ټپيان او څلور تنه نور يې ونيول شول او يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي. مخالفينو ته دسردروند زيان دخوست او غزني په ولايتونوکې اوښتى دى .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دکابل ، غزني ، هلمند او دنيمروز دولايتونو په مربوطاتو کې يې دماين دچاودنې داته ويشتو پيښو مخه نيولې ده .
4 1 دقیقه لوستل