امنیت

شپږ طالبان په ميدان وردګو کې ووژل شول

کابل/ دزمري٤مه /باختر:
٦ وسله وال طالبان په ميدان ودرګو کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه طالبان تېره شپه د ميدان ښار په شاوخوا اويوشمېر ولسواليو په جګړو کې ووژل شول .
  د تندر قول اردو د رسنيو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو وايي چې په دې جګړه کې ٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه قول اردو وايي:  چې په دغو طالبانو هغه وخت بريد وشو چې د پوځيانو پر پوستو اوکاروان يې بريدکاوه .
  طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ شکريه –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته