شپږ طالبان په لوګر کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
امنیتي مسوولینو په لوګر کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د شپږو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د۲۰۳ تندر قول اردو د څلورمي لوا ویاند ایمل خان مومند باختر آژانس ته وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه په کابل – لوګر لویه لاره کې په محمدآغې ولسوالۍ پورې اړوند پورک ساحه کې پر وسله والو طالبانو برید وکړ او نښته وشوه چې په پایله کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې په دې جګړه کې د طالبانو دوه موټرسایکلونه، یو توغندی ويشتوونکی او وسایل د امنیتي او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته