امنیت

شپږ زره کيلوګرامه امونيم نايتريت سره د پوليسو لاس ته ورغله

کابل – باختر دثور دمياشتې ١٣
څه د پاسه شپږ زره کيلوګرامه امونيم نايتريت سره چې وسله وال مخالفين يې په ډار اچونکو بريدونوکې کاروي؛ پرون د پکتيکا ولايت د سر روضې په لسوالۍ کې د پوليسو لاس ته ورغله.
دپکتيکا ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخيل دباختر آژانس خبريال ته وويل: تروريستانو شپږ زره پنځه سوه کيلوګرامه امونيم نايتريت سره او پنځه سوه پټاقۍ په يو باوړونکى موټرکې ځاى پرځاى کړي و او کله يې چې د کابل په لور روان و؛ د امنيتي ځواکونو له خوا د سر روضې په ولسوالۍ کې ودرول شو. دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د پوليسو ځواکونو دوه تنه ونيول، يوه يې اعتراف کړى دى چې غوښتل يې دغه توکي کابل ته وليږدوي.
ده دغه راز امنيتي مامورينو ته ويلي دي چې دغه چاوديدونکي توکي يې د پاکستان له وزيرستان څخه ترلاسه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته