شپږ زره اووه سوه نوي ټنه سمنټ توليد شوي دي

کابل- باختر دمرغومي دولسمه :
  دبغلان د غوري دسمنټو فابريکې د روان کال په نهو مياشتوکې شپږ زره اووه سوه نوي ټنه سمنت توليدکړې دي .
دبغلان ولايت د غوري سمنټو دفابريکې رييس ډيپلوم انجنير عبدالکريم خرم دباختر اژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل: د روان کال په نهو مياشتوکې د سمنټو له نوى او پخوانى فابريکو څخه په استفادې سره، شپږ زره اووه سوه نوي  ټنه سمنټ  توليد شوى دى چې له دې جملې څخه ٤٦٣٧ټنه يې پلورل شوى دى چې له دې پلوه دولت ته دڅه دپاسه دولسو مليونو افغانيوګټه رسيدلې ده .
دفابريکې رييس په دې ترڅ کې چې د غوري سمنټو د فابريکو اوسنۍ توليدي ظرفيت په ورځ کې اووه سوه ټنه وبلل؛ څرګنده يې کړه چې د توليداتو دکچې په لوړولو سربېره دپخوانى فابريکې د دويم لمبر داش د درولو او مونتاژ کار هم ترلاس لاندې دى چې د ترميمولو کار به يې په نږدې راتلوونکې کې پيل شي .
ده دخپلو توليداتو د پلورنې لپاره د بازار موندلو له امله د خوښي دڅرګندولو په ترڅ کې د غوري سمنټو دفابريکې د ډبرو سکرو ورځني اړتيا شپږ سوه ټنه وبلل اوزياته يې کړه چې د توليد، د ډبرو سکرو دکمښت او د اړتياو د بريښنا انرژي دکمښت په لاره کې د پرتو ستونزو او خنډونو په لرې کولو سره په پام کې لرو چې په راتلوونکې کال کې د توليداتو کچه لوړه کړو .
عبدالکريم خرم زياته کړه چې د فابريکې د اړتيا وړ ډبرو سکرو او بريښنا په برابرولو او دغه راز د پخوانيو او نويو فابريکو د څلور واړو داشونو په فعالولو سره  به دغوري سمنټو د ورځني توليد ظرفيت له اووه سوه ټنو څخه يو زرو څلور سوه ټنو ته لوړکړو .
  دبغلان د افغان سمنټو دکمپنۍ عامل رييس انجنير اسلام الدين احمدي دغوري سمنټو دفابريکې د رييس دڅرګندونو د تاييدولو په ترڅ کې زياته کړه چې دکرکر، دودکش ، آهن درې او خورد درې په کانونوکې د ډبرو سکرو د را ايستلو دکچې په لوړولو سره ورځني توليدات پنځه شپيتو ټنو څخه يو سلو اويا ټنو ته او ديو ترانسفارمر په درولو او د بشري ځواک په زياتولوسره کولى شو په راتلوونکې کال کې دغوري سمنټو په فابريکوکې د سمنټو د توليداتو کچه له اووه  سوه ټنو څخه يو زرو څلور سوه ټنو ته  لوړه کړو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته