شپږ ديرش تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ څلورمه :
په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې  دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو دعملياتو په بهير کې  شپږ ديرش تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي اوشل تنه نور وسله وال  مخالفين ټپيان شوي دي .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ چې دغه عمليات دتوپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، قندهار ، روزګان ، زابل ، بدخشان ، غور ، خوست ،بغلان ، جوزجان ، فارياب ، کندز او دهلمند دولايتونو په ناامنو ساحو کې ترسره شوي دي .
په دغو عملياتو کې  ديوولسو  تنو داعشيانو په ګدون شپږ ديرش تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي اوشل تنه نور ټپيان شوي دي او ددښمن يوه زياته اندازه جنګي وسايل هم په عملياتو کې دشاملو پوځيانولاس  ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې  :دملي اردو يوميړنى منسوب دخلکو دسر او مال او دهېواد دځمګنۍ بشپړتيا  دساتنې په لاره کې شهيد شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته