-کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٥
شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان د غزني په ګيلان کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت يو خبرځاى وايي: شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان د ملي اردو د ځواکونو د ګډو چاڼيزو عملياتو له امله ووژل شول.
دغه عمليات پرون د غزني ولايت دګيلان ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول. دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات چې د لومړۍ ضربتي، مکانيزه لوا د ځواکونو له خوا د پليو ځواکونو په ملاتړ ترسره شول؛ له امله يې شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر طالبان ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې د دښمن يوه اندازه وسلې او مهمات او درې موټر سايکلونه هم ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ